IQNA

  د یمنیانو د وژلی په اعتراض کی د عربستان د کنسولګرۍ په وړاندی د کراچۍ خلګو مظاهری

19:06 - July 02, 2018
د خبر لمبر: 3481294
نړیواله ډله:د پاکستان د جنوب خلګو، د امریکی په ملاتړ د آل سعود د واکمنانو په وسیله، د یمن د بی ګناهو مسلمانانو د وژلې په اعتراض کی، د عربستان د کنسولګرۍ په وړاندی غونډه کړې، او د آل سعود د رژیم په خلاف یی شعارونه ورکړل.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، اعتراض کونکو د یمن د بی دفاعو خلګو په وژله کی د عربستان د ځپونکو حملو په غندلو سره، د آل سعود د حملو د ختمیدو غوښتنه وکړه.
همداراز اعتراض کونکو، د پاکستان له مقامونو وغوښتل چی د یمن په مظلومو خلګو د عربستان د حملو د بندولو لپاره، خپل رول ولوبوی.
د پاکستان دولت، د دغه هیواد د پارلمان او خلګو له سخت اعتراض سره سره، د یاد هیواد د پوځ پخوانئ قوماندان« راحیل شریف »، د یمن په خلاف د عربستان د جعلی پوځی ائتلاف د قوماندانۍ د مقام لپاره، ریاض ته لیژلئ دئ. د پاکستان خلګو په ځلونو له یمنی مظلومو مسلمانانو سره خواخوږې څرګنده کړې ده، او د آل سعود د حملو د بندیدو غوښتونکی شوی دی.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i74266

captcha